اندېشه دې نوره هم پياوړې او مينه وړې وي!
اندېشه له هغو جلاوطنو افغاني مهالنيو څخه ګڼل کېږي چې د هېڅ کومې لنډ اندې سياسي- فرهنګي ډلې ټپلې، سمت وسيمې، توکم و ټبر، ژبې او ګروهې د اندوليد بوی اوتوږم ترې نه خېژي. چلوونکي او قلمي همکاران يې هم زياتره د رښتيني او پرمختلي افغان روښاندي پوړ(قشر) استازي کوي.
دغې درنه درې مياشتنۍ دا لس کاله د رښتيني افغاني اکر وکر، ادب و فرهنګ او ژوند و ژواک په ځلونه کې لکه سبا سترګه خورا ښه ترا ځلېدلې او په خپلو رنګارنګو ليکنو انځورنو او بيا په ځانګړې توګه ادبي او هنري زېږندوييو يې د پورژلو هېوادوالو د تندې او څوب په خړوبونه او روزنه کې يوه په زړه پورې ونډه اخېستې ده.
يوازېنۍ ((خو) يې همدا ده چې پښتو ونډه يې ډېره خواره پاتې شوې او چلوونکيو يې له ټولې روغنيتۍ او ان ((پښتون ټبرۍ))سره سره په دې کې پاتې راغلي چې د پښتنو قلموالو همکاري راخپله کاندې او له دې سره د خپلو مينه والو کړۍ نوره هم پسې وغځوي. که څه هم، کېدای شي، زما په څېر يې يونيم بل ته هم ځولۍ غوړولې وي او د چا خبره، له دې پلوه يې خپله غاړه خلاصه کړې اوسي!
په هره توګه، زه پرخپل وار د دغې ښکلې او مينه وړې مهالنۍ لسمه زېږکاليزه دافغان فرهنګ کانون، فرهنګيالي دوست دوکتور محسن زاده او نورو ورسره ملګرو ته د زړه له ژورو مرغه ښه وايم او په هرکلي کې يې خپل يو مينه وړی غزل ور ډالۍ کوم.
د تورې – سپينې غدۍ له منګولو څخه د ښکېللې افغاني ټولنې او تاريخي-
فرهنګي ژغور و ازادۍ په هيله!
ستاسې پاسللی زيا ر