مصلح او مجاهد ملا نجم الدین آخونزاده

14.02.2009

بسم الله الرحمن الرحیم
مصلح اومجاهد ملا نجم الدین آخونزاده
د« ســـعــیــد افغانی » په لـــیکونـوکی

لــــیـــکــنــه او ټـــولــوونـــــه :
امــیــن الــــــدیـــــن « ســعـــیـدی »
دافغان اســـتراتـیژیکو څـیړنیزمرکز
اودحق دلاری کلتوری ټولنی مسؤل مدیر– جرمني

ګـــرانــو لوستونکو:
خدایبخښلی دکتور مولوی محمد سعید « سعید افغانی » دخپل کتاب کی چی « زما ژوند» تر عنوان لاندی لیکلی وه او په کال ( ۱۳۶۵ ) هجری کی خپور شوی دمصلح او مجاهد ملا نجم الدین آخونزاده صاحب په هکله داسی لیکی:

زه دخپل پلار ( ۱ ) سره څو واری « هډی » ته د مرحوم ملا نجم الدین اخونزاده صاحب زیارت ته تـــلی یم او اکثر به زما پلار د روژی د مبارکی میاشتی په اولو ورځوکښی دقرآن کریم خــتــم دنجم الدین اخند زاده په جامع جومات کی دزیارت تر څنګه کوه او هلته به د روژی د میاشتو په تراویحو کښی دری شپو کی ټول قرآن کریم ختم او لوستل کیده. دی ختم ته دمشرقی، ننګرهار حتی د سرحداتو ډیــر خلک را ټولیدل. هلته په هغو شپو کی تود لنګر د هغه ځای د شیخانو د اسلام پور د پاچایانو په مشری چلیده. په دی لنګر کی زرهاؤ خلکو ته ډوډی ورکوله کیدله، ډیر مالونه حلا لیدل او زیاتی وریجی او ډوډی پخیدلی.

دی لنګر ته د روژ ی په اولو شپو ګی زیات خیراتونه او مرستی رسیدلی. مرحوم نجم الدین آخونزاده صاحب دوخت پوه عالم او سالک ؤ. دی د صوات مرحوم ملا غفور آخونزاده مرید ؤ. دی د قادری په طریقی کی پــیر او مرشد ګرځیدلی او په زرهاؤ مریدان او په سلها ؤ ماذونان ئي در لودل. د نجم الدین آخند زاده صاحب مأذونان په ټول افغانستان کی د پوره شهرت خاوندان ؤ.

نجم الدین آخونزاده صاحب لوی مجاهد ؤ او دانګلیسانو په مقابل کی ئی د امیر عبد الرحمن په وخت کی زیاتی مشهوری غـــزاګانی کړی دی. دی دامیر عبد الرحمن په عصر کی دمهمندو د قام په « جړوبی » علاقی کی اوسیده او بی د امیر د اجازه ی څخه د انګلیسانو په مقابل کی ئی جهاد کولو تر داسی اندازی دده جهاد قوت موندلی ؤ چی انګلیسانو امیر عبد الرحمن خان ته یو لیک واستوه چی په هغه کی دری لاندی مطالب درج ؤ .

۱- ملا نجم الدین د سر حد څخه لری کړه ځکه دی زمونږ په قابل کی د جهاد پارونه کوی.
۲- څرخی سپه سالار چی په کنړ کی دی هغه د مجاهدینو سره مرسته کوی نو هغه له دی ځای څخه وغواړه او بل چیری ئی واستوه .
۳- دافغانستان او دسرحد دخلکو سره تک او راتګ بند کړه.

امیر عبد الرحمن خان د انګلیسانو په ځواب کی داسی ولیکل:

۱- نجم الدین آخونزاده صاحب زما په واک نه دی هغه د مهمند و په آزاده ســـیمه کی او سیږی او په خپل سر دتاسو په مقابل جګړی تنظیموی، زه په خپله هم د هغه د زیات شهرت او اعتبار څخه ډاریږم. دی دلته په افغانستان کی زیات مریدان او مخلصان لری او خلک په ده باندی د ولایت دومره قوی عقیده لری چی که دوی چیری پس له محمد صلی الله علیه وسلم په چا باندی د رسالت عقیده منله نو به په دی باندی به ئی دپیغمبری ایمان راوړی وی نو ښه داده چی د افغانستان څخه بیرون وی.

۲- زه حاضریم چی څرخی سپه سالار دستاسی دلیکنی په اساس دکنړونو څخه بدل کړم خو په دی شرط که چیری هلته د تاسو په ضد وضعه زیاته ورانه شوله مسؤلیت به ئی زما په ذمه نه وی ځکه چی زما به فکر د څرخی سپه سالار وجود هلته چی پوه او مدبر شخصیت دی دستاسو په ګټه دی.
۳- لطفآ موضوعات لږ دقیق وڅیــړی هغه داچی دافغانستان او سرحدی خلکو تر مینځ پولی ارتی او دوی تر مینځه د وروری روابط نه شکیدونکی علایق دی چی هیچا ته دا امکان نه میلاویږی چی ددوی تر مینځه تګ او راتګ بند کـــړی. او که څوک دی کار ته اقدام وکړی ؤ به ئی نشی کړی – ځکه ورور د ورور څخه جداکول او خپل دخپلوان څخه بندول آسان کار نه دی او هغه هم بیا په داسی ارته سیمه اوبیدیا کی.

وائـــی: د امیر عبد الرحمن خان په یاداشتونو کی راغلی دی چی ده په پټه د مرحوم نجم الدین آخندزاده صاحب سره رابطه درلوده او په مخفی ډول ئی خلک د انګلیسانو په مقابل کی پارول خو په ظاهر کی د انګلیسانو سره د عدم تعرض متعهد ؤ.
(۱)مولوی عبد المجید د مولانا سید امیر زوی په قوم صافی دلغمان د ولایت دعمرزیو په قریی کی د خیر آباد د کلی او سیدونکی دی. دی دخپل دوخت لوی مجاهد ؤ او د افغانستان داستقلال او آزادی په جهاد کی یی پوره مؤثــره بر خه درلوده او دخپلو قومی ځوانانو ، مشرانو ، شاګردانو او پیروانو سره د انګلیسانو په مقابل کی دډکی ، تورخم ، او ناقی په سیمو کی جنګیدلی دی.

د مقالي نوم:
مصلح اومجاهد ملا نجم الدین آخونزاده
د« ســـعــیــد افغانی » په لـــیکونـوکی
لیکنه اوټولوونه :
امين الدين «سعیدی »دافغان استراتیژیکو څیړنیزمرکز
اودحق دلاری کلتوری ټولنی مدیر مسؤل – جرمني

پته :
saidafghani@hotmail.com بريښنا ليک :

پرتو نادری: روزگاری گفته بودم

12.07.2014 آرشیفادبیات امروزمقالات دیدگاه خود را بنویسید 846 بازدید

24.04.2009

پرتو نادری

روزگاری گفته بودم:

ستاره آبروی آ سمان است

چراغ کوچه های کهکشان است

توان شب را به نفرینی صدا زد

ولی روی ستاره در میان است

حالا ستاره گان را به گلوله می بندند و ستاره گان آسمان ما همه زخمین و خون آلود اند و پنهان در پشت پرده های ضخیم تاریکی ، آسمان را دیگر چگونه می توان تحمل کرد، آسمانی که ازستاره گانش جای روشنایی خون جاریست. در روزگاری که به ستاره کشی می پردازند مانند آن است که دیگر آسمان از منظومهء روشناییش تهی می گردد. چه ترانه های غمگینی که می خواهی با دوستی که با مفهوم گریه آشناست بخوانی و بگریی . در این بامداد دلم یک اسمان بغض و دلتنگیست می گریم تا شاید گشایشی به من دست دهد!

وثوق عزیز بسرای اندهنامه ء سرزمنی را که دریک سوی مرگ بی گناهان ما تنها برابر با « ساری» انگلسی است و در جهت دیگر حتی همین ساری نیست. وقتی ما را می کشند قاتل خود آوازهء مرگ ما را در چهار گوشه ء جهان پخش می کند! ما را هم دستان سپید دموکراسی می کشد و هم دستان سیاه بنیاد گرایی ؛ اما در میانه در این هفت بهار هنوز درخت دموکراسی به ثمری نرسیده است. تنها میدان برای قدرتمندان فراخ شده است تا به جنون تازی های خویش بپردازند!

پرتونادری

دیدگاه‌ خود را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

پیمایش به بالا