سلام فرهنګي ټولني له خوا د مبارکۍ پېغام
په اتريش کي ميشتو درنو افغانانو او فرهنګي ملګرو، ستاسو د فرهنګي هڅو لسمه کليزه دي نېکمرغه وي !
د زياتي خوشالۍ ځای دي چي زموږ هېوادوال د افغان فرهنګ تر سر ليک لاندي په يوه اروپايې هېواد کي د خپلو هڅو لسمه کليزه نمانځي . دا وياړ يوازي په اتريش هېواد کي د ميشتو افغانانو نه ، بلکي د ټول افغان فرهنګي کهول دي . تاسو ته ستاسو د لسو کالو پر له پسې فرهنګي هڅو او زيار له کبله د درنښت او وياړ او د لا بريو په نيت نېکي هيلي او پېرزو يني وړاندي کوو .
انسان د خپل کلتور دوهم مخ دئ ؛ د کلتور پيژندنه د اړوند انسان د هويت پيژندنه ده ؛ د کلتور او فرهنګ د پيژندني پرته د انسان پېژندنه شونئ کار نه دي ، او دا ډول هڅي زيات ربړ او هاند ته اړتيا لري ، چي تاسو په تيرو لسو کلونو کي په پر له پسې توګه دا ربړ ګاللئ دئ . د همدې امله ستاسو د فرهنګي هڅو لړۍ د زيات وياړ وړ ګڼل کيږي ، تاسو په خپلو فرهنګي هڅو سره وکولای شول چي له يوېخوا په خپلو مېشتو سيمو کي افغان او افغاني کلتور د ساتني او پيژندنې جوګه کړي او د بلي خوا د هغو کلتوري ځانګړتياو څخه زيات شمير بهرنيان او په تيره د اتريش اولس خبر کړئ چي د افغانانو د وياړ او سر لوړئ وړ بلل کيږي .
سلام فرهنګي ټولنه ، ستاسو د کلتوري هڅولس کلن ژوند وياړلئ ګڼي او تاسو ته په دې هڅو کي د لابريو هيله څرګندوي .
په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
اسن _ هلند
2006-07-25